د ۱۳۹۷ کال د غويي ۲۵، سه شبنه
د مېرمنو فوټسال غوره لیګ ته د لارموندنې سیالۍ د ۱۳۹۷ کال د غويي پر ۱۵ پيل شوې وې، چې نن د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د استقلال او توانا لوبډلې تر منځ وشوه، چې استقلال ۵ – ۲ په توپير توانا لوبډله له مخې لرې کړه او اتلولي يې وګټله او پر درېيم مقام بیا آینده سازان او کابل ټیم سره لوبېدل، چې ۵ – ۰ آینده سازان لوبډلې میدان وګاټه.
د استقلال لوبډلې لوبغاړې مونا امیني د لیګ غوره لوبغاړې او فهیمه تابش له اینده سازان لوبډلې او منیژه له توانا لوبډلې څخه د ۱۰ ګولونو په وهلو سره غوره ګول وهونکې وپېژندل شوې.
د نوموړي لیګ د پای په مراسمو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم او د دغه فدراسیون فني مرستیال محمد یوسف کارګر هم ګډون کړی و.
استقلال فوټسال لوبډلې د مېرمنو فوټسال د غوره لیګ مقدماتي سیالیو
