مصطفی ازادزوی به دوه درې میاشتې فوټبال ونه کړي

د تایلند د لومړي درجه لیګ د سیالو په لړ کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې هافبک تکړه لوبغاړي مصطفی ازادزوی پښه ژوبله شوه.
د ښاغلي ازادزوی پښه د چیانگ مای او سیسیکت لوبډلو تر منځ د لوبې په څلورمه دقیقه کې د سیسیکت لوبډلې د ۱۷ نمبر لوبغاړي د خطا له امله ژوبله شوه.
د مصطفی ازادزوی د پښې تر علمیات وروسته ډاکټرانو وویل، نوموړی دې دوه درې میاشتې د فوټبال لوبې نه کوي.