د کندهار احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن چارې نن د ۱۳۹۷ کال د وري پر ۲۵ پيل شوې.
د دغه چمن د کار د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې عمومي رییس حفیظ الله ولي رحیمي، د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رییس ډګر جنرال کرام الدین کریم، د کندهار والي زلمي ویسا، د فوټبال فدراسیون عمومي منشي سیدعلي رضا آقازاده او د کندهار فوټبال فدراسیون رییس نصیر رحماني ګډون کړی و.
د دغه لوبغالي چارې نن رسماً پيل شوې. د یادونې وړ ده، چې د احمدشاهي لوبغالي کې د چمن اېښودو پروژه به تر پنځو راتلونکو میاشتو پورې ګټنې ته وسپارل شي.