فیصل شایسته له لمپانګ لوبډلې سره قرارداد لاسلیک کړ

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې کېپتان فیصل شایسته د تایلند له لمپانګ لوبډلې سره یو کلن قرارداد لاسلیک کړ. لمپانګ لوبډله د تایلند په لومړي درجه لیګ کې حضور لري او اوسمهال د جدول په نهم ځای کې ولاړه ده.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی مصطفی آزاد زوی هم د دغه لیګ په چیانګمای لوبډله کې لوبېږي او ټاکل شوې ده، دا دوه ملي لوبغاړي مو د تایلند د لومړي درجه لیګ په ۲۶ اوونۍ کې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر پر اتمه د چیانګمای په کورني لوبغالي کې یو له بل سره مخامخ شي.
د یادونې وړ ده، چې نن د غبرګولي شلمه چې د جون له لسمې سره برابره ده، د ملي لوبډلې کېپتان فیصل شایسته د زوکړې ورځ ده او د افغانستان فوټبال فدراسیون نوموړي ته د دې ورځ مبارکي وايي.