د کابل د ۱۲ کلنو فوټبال غوره لیګ

10,256 ليدلي
جوزا ۱۰, ۱۳۹۷
سلاید شو

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۰، پنجشنبه
د کابل د ۱۲ کلنو فوټبال غوره لیګ نن د ۹ لوبډلو تر منځ په افغانستان فوټبال فدراسیون کې پيل شو.
د دغو سیالو د ترسراوي موخه د ځوانانو تر منځ د فوټبال وده او پرمختګ بلل شوی دی.
د نوموړي لیګ پر لومړۍ روځ څلور لوبې وشوې. پر دغه ورځ اردو لوبډله له رسول شهید، عدالت له مبارز، جوانان مبارز له کوثر او جوانان کارته آریانا له برادران عزت اللهی سره ولوبېدې.
د یادونې وړ ده، چې پر پنجشنبې او جمعې ورځو یوه یوه لوبه کېږي او دا سیالۍ به روان کال د تلې تر میاشتې روانې وي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.