د کابل د فوټسال غوره لیګ اتل بیا هم ښه وځلېد

د کابل تېر کال د فوټسال غوره لیګ اتل صداقت لوبډله د ایران مشهد ښار د ۳۲ غوره لوبډلو تر منځ په سیمه ييز جام کې د ۱۳۹۷ کال غبرګولي پر ۱۸ د فرش آرا مشهد لوبډلې پر وړاندې وکولای شول، ۱ – ۰ په توپير دا لوبډله له مخې لرې کړي او اتلولي وګټي.
د یادونې وړ ده، چې فرش آرا مشهد د ایران یو پياوړې لوبډله ده او د دغه هېواد په غوره لیګ کې لوبېږي.