د پایه فوټبال جشنواره

دغه جشنواره هر کال د مې پر ۱۵ د اسیا فوټبال کنفدراسیون له لوري تر عمره ټيټو فوټبال لوبغاړیو د اسعدادونو ودې لپاره ترسره کېږي. د افغانستان فوټبال فدراسیون هم د پخوا په څېر دا جنشواره ترسره کړه. په دغه جشنواره کې نژدې ۲۰۰ تر عمره ټيټو فوټبال لوبغاړیو او روزونکیو ګډون کړی و. د پایه فوټبال کلنۍ جشنواره د ماشومانو د استعدادونو د ودې لپاره کېږي او په دغه جشنواره کې ماشومان د یو له بل له وړتیاوو څخه خوند اخلي. د افغانستان فوټبال فدراسیون هڅه کوي، چې د دا ډول پروګرامونو په ترسراوي سره کورنۍ تشویق کړي، چې خپل ماشومان د لیک او لوست تر څنګ لوبو ته چې د روغتیا ضامن يې ده، هم وهڅوي. د یادونې وړ ده، چې افغانستان فوټبال فدراسیون د پایه فوټبال په برخه کې د ۲۰۱۳ غوره جایزه ګټلې او سږ کال یو ځل بیا دغې جایزې ته نوماند دی.