د مرکزي اسیا د ۱۶ کلنو سیالۍ د ازبکستان په کوربه توب پيلېږي

13,227 ليدلي
جوزا ۳۱, ۱۳۹۷
سلاید شو

دا سیالۍ د چنګاښ پر ۱۴ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د قرغیزستان، تاجیکستان او ازبکستان هېوادونو په ګډون پيلېږي او د دغو سیالیو لومړنۍ لوبه د افغانستان او ازبکستان تر منځ ترسره کېږي.
افغانستان به په دوو نورو لوبو کې هم چې د چنګاښ پر ۱۶ او ۱۸ کېږي، له تاجیکستان او قرغیزستان سره ولوبېږي.
د یادو شویو سیالیو په پای کې چې هرې لوبډلې تر ټولو زیات امتیازات ترلاسه کړل، د اتلولي کپ به ګټي.
له دې سره سم د افغانستان د ۱۶ کلنو ملي لوبډله په زمري میاشت کې د اسیا د ۱۶ کلنو د ملتونو جام په سیالیو کې مالیزیا ته روانېږي او په اوسنيو لوبو کې ګډون به له دوی سره مرسته وکړي، چې د زمري میاشت په سیالیو کې ښه وځلېږي.
د اسیا د ملتونو د ۱۶ کلنو جام د د وږي له ۲۹ نه د تلې تر ۱۵ د مالیزیا په کوربه توب پيلېږي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.