د فوټبال نړيوال ښوونکی محمد طاهر رووفي

9,927 ليدلي
جوزا ۱۵, ۱۳۹۷
د ښځو فوتسال

محمد طاهر رووفي د اسیا فوټبال کنفدراسیون له خوا د فوټبال روزنې په برخه کې په جوړو شویو ټولګیو تر ګډون او په بریالۍ توګه تر پای ته رسونې ورسته د اسیا فوټبال نړیوال ښوونکي په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي رووفي له اوږد وخت راهیسې د هېواد فوټبال ملي لوبډلې غړيتوب لاره. نوموړي درې کاله پخوا د اسیا د لومړۍ درجې فوټبال روزنې سند هم ترلاسه کړ.

 

WhatsApp Image 2018-06-04 at 12.10.34


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.