د فوټبال د ښه مدیریت او مسلیکتوب لپاره نوی بدلون

10,415 ليدلي
ثور ۲۹, ۱۳۹۷
سلاید شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون له کاتب پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. دا هوکړه لیک د فوټبال او فوټسال د څېړنیزو، ښونیزو، علمي او تخصصي پروژو د ودې لپاره لاسلیک شوی، چې لاندیني ټکي پکې راغلي دي.
۱ – د فوټبال د کچې ښه والي او د معیاري فوټبال د نویو میتودونو زده کړه
۲- د فوټبال او فوټسال په برخه کې علمي او مسلکي څېړنې
۳ – په راتلونکي کې د فوټبال د پياوړتیا لپاره علمي لارې چارې
۴ – د فوټبال روزنې مینه والو ته په دغه برخه کې په ګډه د مسلکي ټولګیو پيلول
۵ – په افغانستان کې د فوټبال په برخه کې د علمي او او څېړنیزو سیمنارونو ترسراوی
۶ – د فوټبال او ورزش د مدیریت په برخه کې د تخصصي ټولګیو ترسراوی
۷ – د افغانستان فوټبال فدراسیون د اړتیا وړ کتابونو ژباړه
۸ – د ښوونیزو دورو د ګډونوالو لپاره د فوټبال فدراسیون او کاتب پوهنتون له لوري د معتبرو اسنادو چمتو کول
۹ – د لنډمهالو او اوږدمهالو ټولګیو ترسراوی
۱۰ – افغانستان فوټبال فدراسیون ته د کاتب پوهنتون د بااستعداده فارغ التحصیلانو معرفي
د افغانستان فوټبال فدراسیون ژمن دی، چې د فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال په برخو کې مینه والو ته لازم سهولتونه برابر کړي او تر دې وروسته مینه وال کولای شي، د فوټبال فدراسیون او کاتب پوهنتون په ګډې مرستې سره په پيلېدونکیو تولګیو کې ګډون وکړي.
موږ يې له نن څخه پیلوو، چې ښه راتلونکی ولرو.د فوټ



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.