د سرپل ولایت غوره لیګ په ځانګړیو مراسمو سره پيل شو

2,233 ليدلي
ثور ۱۵, ۱۳۹۷
ښځو

د سرپل ولایت غوره لیګ د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري په یو لړ ځانکړیو مراسمو سره پيل شو.
په دغو مراسمو کې د سیمه يیزو ادارو لوړ پوړیو چارواکیو، ټولنیزو شخصیتونو، ملي سوداګرو او د فوټبال مینه والو ګډون کړی و.
په پيل کې د سرپل ولایت فوټبال فدراسیون رییس عبدالحق فیضي د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رئيس ډګرجنرال کرام الدین کریم ته خپل سلامونه او احترامات وړاندې کړل او په دغو مراسمو کې د ګډون له امله يې د سیمه یيزو ادارو د چارواکیو، امنیتي ځواکونو او د سرپل ولایت د متدینو اوسېدونکیو مننه وکړه.
نوموړي د جشنوارې ګډونوالو ته د دغه ولایت فوټبال فدراسیون د تېرو څو کالو د لاسته راوړنو لنډ راپور واوراوه او د ستونزو د حل په برخه کې يې د سیمه يیزې او مرکزي ادارې ملاتړ وغوښت.
له دې سره سم په ترتیب د سرپل ولایت امنیه قوماندان، ولایتي شورا رئیس او د سرپل ولایت مقام استازي وینا وکړه او د ورزشي ټولنې په ځانګړې توګه د فوټبال فدراسیون ملاتړ يې اعلان کړ.
د نوموړو مراسمو په پای کې د سرپل ولایت مقام استازي په لاس د دغه ولایت فوټبال فدراسیون غړیو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
د دغه غوره لیګ پرانیستونکې لوبه د آرمان او آریانا لوبډلو تر منځ وشوه، چې آریانا لوبډلې ۱ – ۰ په توپير آرمان لوبډله له مخې لرې کړه او بریا يې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې د سرپل ولایت غوره لیګ سیالۍ د ۱۳۹۷ کال د غويي له ۱۳ څخه پيل شوې دي او لوبډلې هر ورځ د دغه ولایت په نوي لوبغالي کې یو له بل سره لوبې ترسره کوي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.