د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي تر پولو ورهاخوا

2,102 ليدلي
حوت ۱۶, ۱۳۹۶
ښځو

په اسايي المپيک ۲۰۱۷ کال سیالو کې د هېواد فوټسال لوبډلې د ښه ځلېدا له امله دغې لوبډلې ته د اسیا د پیاوړیو لوبډلو پام ورواوښت. د نوموړې لوبډلې تر ښه ځلېدا او د څلورم مقام تر ګټلو وروسته د دغې لوبډلې پنځه لوبغاړي د عراق او قرغیزستان په غوره لیګونو کې د لوبېدا لپاره وبلل شول.
جواد حیدري او علي فیاضي د عراق غوره لیګ له بلدیه البصره لوبډلې سره یو کلن قرارداد امضا کړ او همداراز اکبر کاظمي، محمد رضا کریمي او سید مهدي هاشمي هم پرون د قرغیزستان غوره لیګ له اف سي ارم لوبډلې سره یو کلن قرارداد امضا کړی دی.

28641480_1548386435230860_428166719_o


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.