د افغانستان د ‍۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله عمان ته روانه شوه

13,843 ليدلي
سرطان ۳, ۱۳۹۷
سلاید شو

د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله په کابل کې تر تمریناتو وروسته نن غرمه عمان ته رهي شوه.
دا لوبډله تر په شپږ ورځني تمریناتي کمپ کې تر ګډون او د عمان د ۱۶ کلنو فوټبال لوبډلې سره تر لوبېدو وروسته ازبکستان هېواد ته روانېږي او د مرکزي اسیا د ۱۶ کلنو په فوټبال سیالیو کې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده، چې دا سیالۍ په چنګاښ کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي او افغانستان به د همدغې میاشتې پر ۱۴، ۱۶، او ۱۸ نېټه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ولوبېږي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.