د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مدافع لوبغاړی او د والدهوف مانهایم ستوری حسن امین له اس وي ميپن لوبډلې سره یوځای شو. والدهوف مانهایم فوټبال کلب د جرمني هېواد په درېیم درجه لیګ کې قرار لري او تېره ورځ يې وویل، چې له حسن امین سره هوکړې ته رسېدلي دي. د نوموړي کلب مسوولانو زیاته کړه، چې دغه افغان لوبغاړی به د روان کال په جون میاشت کې له دغه کلب سره رسماً یوځای شي او د ۲۰۲۰ کال تر جون پورې به له دغه کلب سره وي. ښاغلی امین تر دې وړاندې هم دارمشتات، فرانکفورت انتراخت دویمې لوبډلې، د والدهوف مانهایم څلورم لیګ کې لوبېدلی دی او له ۲۰۱۴ کال راهيسې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی دی.