جوانان استقلال فوټسال لوبډله د کابل الف درجه لیګ اتلولي وګټله

2,137 ليدلي
ثور ۱۲, ۱۳۹۷
سلاید شو

د ۱۳۹۷ کال د غويي ۱۱، سه شنبه
دا سیالۍ د ۱۳۹۷ کال د وري پر ۲۵ په څلورو ګروپونو کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په جمنازیم کې پيل شوې وې، چې د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د نوموړي لیګ پایلوبه د استقلال او جوانان میهن تر منځ وشوه، چې ۷ – ۲ په توپير استقلال لوبډلې لوبه وګټله. هېره دې نه وي، چې دواړو لوبډلو د کابل ښار راتلونکي کال فوټسال غوره لیګ ته لار هم وموندله.
د استقلال لوبډلې لوبغاړي حمیدي معصومي د ۳۱ ګولونو په وهلو سره د لیګ د غوره لوبغاړي مقام وګاټه.

55


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.