د پنجشېر ولایت فوټبال فدراسیون له څو میاشتو راهیسې د لف لیګ سیالۍ پیل کړې وې، چې د بادقول ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

291 ليدلي
حوت ۲, ۱۳۹۵
نارينه

د پنجشېر ولایت فوټبال فدراسیون له څو میاشتو راهیسې د لف لیګ سیالۍ پیل کړې وې، چې د بادقول ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پنجشېر ولایت د فوټبال فدراسیون د رییس په وینا، بادقول او عنابه ځوانانو لوبډلو پایلوبې ته لاره وموندله، چې په پایله کې بادقول ځوانانو لوبډلې ۴ د ۱ په توپیر سیاله لوبډله ماته کړه. نوموړي زیاته کړه، چې دغه، دواړو لوبډلو غوره لیګ ته هم لار وموندله.
د یادو سیالیو په اختتامیه مراسمو کې د پنجشېر ولایت محلي چارواکو ګډون کړی و او پر غوره لوبډلو او لوبغاړو یې جایزې ووېشلې.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.