شمس الرحمن همیم د پکتیا ولایت د فوټبال فدراسیون د نوي سرپرست په توګه کار پیل کړ

36 ليدلي
حوت ۲, ۱۳۹۵
سلاید شو

شمس الرحمن همیم د دوو کالو لپاره د اباسین څپې د لوبډلې او د ۱۵ کالو لپاره د پکتیا ولایت د منتخبې فوټبال لوبډلې غړی و.

ښاغلي همیم د یاد ولایت د فوټبال کلبونو تر غوښتنې او همداراز د ولایتي شورا تر تایید او د افغانستان فوټبال فدراسیون تر هدایت وروسته په پکتیا ولایت کې د فوټبال فدراسیون د سرپرست په توګه کار پیل کړ.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.