د کندهار ولایت په ديارلسمه ناحيه کې د فوټسال د ۵۴ څلور-پنځوس B او C لوبډلو تر منځ سیالۍ چې دوه مياشتې پخوا پیل شوې وې، پرون جمعه د حمل میاشتې پر ۱۹مه پای ته ورسېدې.

314 ليدلي
حوت ۲, ۱۳۹۵
ولایات

په C گروپ کې لومړی مقام سوپر کولا او دویم مقام شاهين آسمايي تر لاسه کړ او په B ګروپ کې لومړۍ مقام پيروزي او دویم مقام پيکان فوټسال لوبدلې تر لاسه کړ.
دغه سيالۍ د ګل اغا او عبدالله په مرسته ترسره شوې او د فوټسال د کميټې په همکارۍ پاي ته ورسيدې.
د لوبو په پای کې د کندهار د بدني روزني معاون محترم مدير اغا هم ګډون کړی و او ډالۍ یې پر لوبغاړو وويشلې. د کندهار د فوټسال د کميټې له خوا ترتيب شوي ستاينليکونه او ډالۍ بغاړو ته ورکړل شوې او ژمنه يي وکړه، چې په راتلونکي کې به دا ډول سيالۍ بیا هم پیلوي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.