د غزني له والي عبدالکریم متین سره د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم لیدنه

305 ليدلي
حوت ۲, ۱۳۹۵
ښځو

 د غزني د والي او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس تر منځ په لیدنه کې د دغه ولایت د فوټبال د ودې او پرمختیا په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي کرام الدین کریم وویل، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال د ودې او پرمختیا په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او د غزني ولایت هم د دغه فدراسیون تر توجه لاندی دی. ښاغلي کریم زیاته کړه، د غزني ولایت د فوټبال لوبډلې دغه پرمختیا او وده په خپلو لوبو کې ښه څرګنده کړې ده.
د غزني والي عبدالکریم متین هم یادونه وکړه، چې د دغه ولایت چارواکي د فوټبال پرمختیا او د هېواد له فوټبال فدراسیون سره هر راز مرستې ته چمتو دي



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.