په هرات ولایت کې د فوټبال روزونکو د ډي درجې ټولګی پای ته ورسېد

216 ليدلي
حوت ۲, ۱۳۹۵
ښځو

 د افغانستان فوټبال فدراسیون پنځه ورځې مخکې په هرات ولایت کې د روزونکو د روزنې ټولګی پیل کړی و، چې تېره ورځ پای ته ورسېد. د یاد ټولګي اختتامیه مراسم د قرانکریم په تلاوت د قاري محمد یوسف مهندس زاده له لوري پیل شول. په دغه مراسمو کې د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رییس عبدالکریم رحماني، د افغانستان د فوټبال فدراسیون ښوونکي او تخنیکي ډايرېکټر طاهر رووفي، د فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمد زرین طاهري، د هرات ولایت د ولایتي شورا منتخب وکیل حاجي غلام حبیب هاشمي، د هرات ولایت د متخصصانو د شورا ریس محمد رفیق شهیر، د تربیت بدني او سپورټ عمومي آمر حمیدالله کبیر، محترم سید معروف شهیدزاده او د فوتیال مخکښانو، د کلبونو آمرانو او د فوتبال مینه والو بع صدف نړیوال هوټل کې ګډون کړی و.
د یادونې ده، چې په دغه ټولګی کې له ښار، ولسوالیو، بادغیس او غور ولایتونو څخه ۴۸۸ کسانو ته په دوه تایمونو کې روزنه ورکړل شوه.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.