عبدالرشید صمدي د کندور ولایت د نوي سرپرست په توګه وګومارل شو

189 ليدلي
حوت ۲, ۱۳۹۵
ولایات

 د کندوز ولایت کلبونو او د کلبونو مسوولینو په دغه ولایت کې د فوټبال په برخه کې د ستونزو له امله د یاد ولایت په فوټبال فدراسیون کې د بدلون غوښتونکي شول او د ولایتي شورا د رییس تر تاییدی وروسته عبدلرشید صمدي د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون د نوي سرپرست په توګه وګومارل شو.
نن د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د کندوز ولایت د فوټبال فدراسیون رسمي دفتر پرانیستل شو. په یاد پروګرام کې د دغه ولایت د فوټبال مخکښانو، لوبغاړو او مشرانو ګډون کړی و او عبدالرشید صمدي هم خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.