اتحاد لوبډله د غور ولایت د رمضان فوټسال کپ سیالو اتلولي وګټله.

93 ليدلي
جوزا ۲۸, ۱۳۹۶
سلاید شو

د غور ولایت فوټبال فدراسیون رمضان کپ فوټسال سیالۍ د ۱۲۲ لوبډلو تر منځ شل ورځې مخکې پيل کړې وې، چې بلاخره د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ او د استقلال لوبډلې په نایب اتلولۍ پای ته ورسېدې. په دغه سیالیو کې آرین سکلېټ درېيم او طوفان څلورم مقام وګاټه.
د دغو سیالیو غوره ګول وهونکی له استقلال لوبډلې رحمان یعقوبي د ۱۷۷ ګولو په وهلو سره د غوره ګول وهونکی لقب په خپل نوم کړ او همداراز غوره لوبغاړی هم له یادې شوې لوبډلې څخه عبدالظاهر پيکان وپېژندل شو.
له طوفان لوبډلې څخه یاري د غوره ګول ساتونکی په توګه او له اتحاد لوبډلې څخه فریدون خطیبي د دغه ټورنمنټ پدیده په توګه وپېژندل شول.
د یاد ټورنمنټ په اختتامیه مراسمو کې غوره لوبغاړو، لوبڅارانو او لوبډلو ته مډالونه، لباس او بوټونه هم ډالۍ شول.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.