پیروزی رخه فوټبال لوبډلې د پنجشېر ولایت د غوره لیګ اتلولي وګټله

28 ليدلي
عقرب ۲۵, ۱۳۹۶
نارينه

د پنجشېر ولایت فوټبال غوره لیګ د ۱۰ لوبډلو تر منځ تېره ورځ د پیروزی رخه فوټبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته روسېد.
د دغه لیګ اختتامیه مراسمو کې د پنجشېر ولایت مقام مرستیال محمد امین صدیقي، د حج او اوقافو رییس، ورزشي آمر او د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون رییس ګډون کړی و. نوموړی لیګ غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د جایزو او تحایفو په ورکولو سره پای ته ورسېد.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشېر پوهنتون فوټبال لوبډلې د لږو امتیازاتو په ترلاسه کولو سره د دغه ولایت لومړي درجه لیګ ته سقوط وکړ.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.