د بادغیس ولایت حذفي کپ سیالۍ له يوې میاشتې راهيسې په دغه ولایت کې پيل شوې وې، چې تېره ورځ د مرغومي پر پنځمه پای ته ورسېدې.
د دغه سیالیو پایلوبه د پيروزي او اتفاق لوبډلې تر منځ وه، چې ۳ – ۰ په توپير پيروزي لوبډلې اتفاق لوبډله مغلوبه کړه او اتلولي يې وګټله.