په کاپيسا ولایت کې د غوره مهارتونو روزنیز ټولګی پای ته ورسېد

110 ليدلي
اسد ۳۰, ۱۳۹۶
سلاید شو

افغانستان فوټبال فدراسیون د بریتانیا فرهنګي مرکز په مرسته په کاپيسا ولایت کې د غوره مهارتونو پيل کړی روزنیز ټولګی پای ته ورسېد.
په دې ټولګي کې ۲۴ روزونکو ګډون کړی و. د نوموړي ټولګي ګډونوالو د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښوونکو له لوري روزنه ترلاسه او پنځه ورځې يې دوام وکړ.
د یاد روزنیز ټولګي اختتامیه مراسم د ماشومانو لپاره د فيسټیوال تر پيلولو او ګډونوالو ته د منښتلیکونو (سرټفکېټونو) تر وېشلو وروسته پای ورسېدل.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.