په کابل کې د لوبڅارنې کورس پيل شو

33 ليدلي
قوس ۲۶, ۱۳۹۶
سلاید شو

په کابل کې د لوبڅارنې کورس د فوټبال نړيوال فدراسیون FIFA په مرسته پيل شوی او پنځه ورځې به دوام وکړي. په دغه کورس کې ۳۰ لوبڅاران چې پنځه پکې مېرمنې دي، د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه ګډون کړی دی. دا لوبڅاران د سینګاپور او مالیزیا هېوادونو د دوو استادانو له لوري روزل کېږي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.