په کابل کې د فوټبال لوبڅارنې روزنیز کورس پای ته ورسېد

30 ليدلي
قوس ۲۸, ۱۳۹۶
سلاید شو

د فوټبال لوبڅارنې روزنیز کورس چې د افغانستان فوټبال فدراسیون پنځه ورځې وړاندې د فوټبال نړیوال فدارسیون (FIFA) په مرسته په کابل کې پيل کړی و، نن د لیندۍ پر ۲۸ پای ته ورسېد.
په نوموړي روزنیز کورس کې د هېواد له ولایتونو او مرکز څخه ۳۰ لوبڅارانو ګډون کړی و او د سینګاپور او مالیزیا هېوادونو د دوو استادانو له لوری يې روزنه ترلاسه کړه.
د دغه روزنیز کورس په پای کې ګډونوالو ته سرټفکېټونه هم ورکړل شول.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.