په پکتیا ولایت کې د ۱۲ کلنو لوبغاړو یوه ورځنی فوټبال ټورنمټ پيل شو

د پکتیا فوټبال فدراسیون پرون (د مرغومي پر ۱۸) د شپږو ۱۲ لوبډلو تر منځ یو ورځنی ټورنمنټ پرون پیل کړ. د دغه ټورنمنټ اتلولي یاران لوبډلې وګټله. د نوموړي ټورنمنټ په پایلوبه کې یاران او نبرد لوبډلې یو له بل سره مخامخ شوې، چې د پينالټي په ضرباتو سره ۳ – ۲ په توپير یاران لوبډلې میدان وګاټه. د دغو سیالو په پاې کې د پکتیا فوټبال فدراسیون رییس شمس الرحمن همیم او د دغه ولایت د ورزشي آمر امین الله علمیار له لوري ګډون کوونکو لوبغاړو ته ورزشي لباسونه هم ووېشل شول.