په لومړي ځل په بلخ ولایت کې د کاڼو فوټسال سیالۍ پيل شوې

36 ليدلي
اسد ۱, ۱۳۹۶
ښځو

په لومړي ځل په بلخ ولایت کې د کاڼو فوټسال سیالۍ پيل شوې د کاڼو (ناشنوایان) دغه لوبې د بلخ ولایت د فوټبال فدراسیون د رییس حاجي محمد اسحاق یعقوبي، د المپيک رییس روکي سرخوش، د جودو د فدراسیون رییس عبدالواحد فدايي او د معلولینو د باسکېټبال ويلچیر مسوول استاد بصیراحمد په حضور کې رسماً پرانيستل شوې. په دغه ناسته کې د بلخ ولایت د فوټبال فدراسیون رییس د لوبو په ډګر کې د پرمختګ او په ځانګړي توګه د معلولینو د ورزش د پرمختګ یادونه وکړه. نوموړي له دغه لوبغاړو سره د هر ډول مرستې ژمنه هم وکړه. په نوموړیو سیالیو کې ۳۰ لوبغاړو ګډون کړی او په څلور لوبډلو ‌ډلبندي شوي دي، چې لوبې به يې د څلور ورځو لپاره د فوټبال فدارسیون او د کاڼو د فوټبال مسوول میرویس شمس په لارښوونه دوام وکړي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.