په غور ولایت کې د فوټبال غوره مهارتونو ښځینه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.

88 ليدلي
سنبله ۲, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون د بریتانیا فرهنګي مرکز په مرسته په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د فوټبال غوره مهارتونو روزنیز ټولګی يو اونۍ پخوا پيل چې نن پای ته ورسېد.
د یادونې وړ ده، په یاد ټولګي کې ۲۴ ښځینه فوټبال روزونکو ګډون کړی و او د افغانستان فوټبال فدراسیون ښوونکو سامعه حماسي او آرزو رحیمي له لوري یې پنځه ورځې روزنه ترلاسه کړه.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.