په سمنګان ولایت کې د مېرمنو لپاره د فوټبال غوره مهارتونو ټولګی پای ته ورسېد.

14 ليدلي
قوس ۵, ۱۳۹۶
ښځو

د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې د مېرمنو لپاره د فوټبال غوره مهارتونو روزنیز ټولګی پای ته ورسېد. په دغه ټولګي کې ۲۴ مېرمنو ګډون کړی و او د ماشومانو لپاره د فیسټیوال په ترسره کېدو او ګډونوالو ته د سندنو تر وېشنې وروسته پای ته ورسېد.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.