نن د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې فني کادر د اردون هېواد لوبډلې ارزونه وکړه

24 ليدلي
سنبله ۱۳, ۱۳۹۶
سلاید شو

نن د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې فني کادر د اردون هېواد لوبډلې ارزونه وکړه او د نوموړې لوبډلې د قوت او کمزورۍ ټکي يې روښانه کړل.
همداراز په دغه ناسته کې له اردون هېواد سره د افغانستان د لوبېدا په اړه معلومات هم وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې اباسین عليخېل، زبیر امیري او خیبر اماني نن اردون ته ورسېدل او د اوږده مزل د ستړیا له امله په تمرین کې ګډون نه پاتې شول. نوموړیو درېيو کسانو په خپلو کلبونو کې د لوبېدا له امله په تمریناتو کې له پيله نه ګډون ونه کړای شو. یادو شویو کسانو د خپل کلب له وروستۍ لوبې وروسته له المان نه اردون ته روان شول.
هېره دې نه وي، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې سبانی تمریني بهیر به تاسو ته د افغانستان فوټبال فدراسیون له رسمي پاڼې په ژوندۍ بڼه خپور شي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.