ننګرهار «الف» لوبډله د ختيځ د سميه ييز زون (د سپین غر بازان لوبډلې لپاره انتخابي سیالۍ) د ټورنمنټ اتلولي وګټله

356 ليدلي
جوزا ۲۹, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان غوره لیګ شپږم پړاو لپاره د سپين غر بازارن لوبډلې انتخابي سیالۍ یوه اونۍ مخکې په ننګرهار کې پيل چې نن د ننګرهار «الف» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغه ټورنمنټ په پایلوبه کې چې د فوټبال فدراسیون پلاوي او د غوره لیګ او د ختيځ زون د فوټبال مسوولانو هم ګډون کړی و، ننګرهار «الف» ۲ – ۱ په توپير نورستان فوټبال لوبډله له مخې لرې کړه او اتلولي يې خپله کړه.
د ننګرهار «الف» لوبډلې دروازه ساتونکي احمد زوهیب اصیل د ټورنمنټ د غوره دروازه ساتونکي لقب وګاټه او همداراز د نورستان لوبډلې بریدګر لوبغاړي شفق ایوبي د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په حیث وپېژندل شو.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.