مصطفی آزادزوی له «چیانګري یونایټېډ» فوټبال لوبډلې سره دوه کلن قرارداد امضا کړ

17 ليدلي
قوس ۳۰, ۱۳۹۶
ښځو

د هېواد فوټبال ملي لوبډلې هافبک او د چاینات هورنبیل لوبډلې پخواني لوبغاړي له چیانګري یونایټېډ لوبډلې سره چې د تاینلډ په غوره لیګ کې لوبېږي، دوه کلن قرارداد امضا کړ.
ښاغلی آزادزوی د چاینات هورنبيل لوبډلې په تېر پړاو کې د دغه لوبډلې غوره لوبغاړی حسابېده، ښاغلي آزادزوی د نوموړې لوبډلې په ۲۴ لوبو کې ۱۱ ګولونه او ۱۲ پاس ګولونه وهلي دي. نوموړي وروسته تر دې چې یاده شوې لوبډلې يې د تایلنډ له لومړي درجې لیګ څخه غوره لیګ ته ورسوله، د لا زیاتو تجربو د ترلاسه کولو لپاره له چیانګري یونایټېډ سره د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر پر ۱۹ دوه کلن قرارداد امضا کړ.
د یادونې وړ ده، چې د تایلنډ غوره لیګ سیالۍ د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ پر نهمه پيلېږي.

regular-16-9


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.