مدني ټولنې د افغانستان فوټبال فدراسیون رييس وستایه

24 ليدلي
دلو ۲۱, ۱۳۹۶
سلاید شو

مشعل مدني ټولنې د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رییس ډګر جنرال کرام الدین کریم د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر ۱۹ وستایه.
نوموړي ټولنې د فوټبال فدراسیون د ريیس فعالیتونه او همداراز یې د فوټبال، ساحلي فوټبال او فوټسال وده د پام وړ وبلل.
مشعل مدني ټولنې د دې تر څنګ د فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمد یوسف کارګر، د فدراسیون عمومي منشي سید علي رضا آقازاده، د فوټسال کمېټې مسوول دین محمد صافی او د ساحلي فوټبال کمېټې مسوول حضرت ګل باران هم وستایل.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.