متحد افغان فوټبال لوبډله د کابل ښار لومړي درجه لیګ اتلولي وګټله

31 ليدلي
عقرب ۲۵, ۱۳۹۶
نارينه

کابل ښار فوټبال لومړۍ درجه لیګ درې میاشتې مخکې (د ۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳) په غازي لوبغالي کې پيل چې د متحد افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
متحد افغان لوبډلې د ۲۹ امتیازاتو په ترلاسه کولو سره اتلولي او جوانان بارک لوبډلې د ۲۸ امتیازاتو په ترلاسه کولو سره نایب اتلولي ترلاسه کړه.
سمیر سمندري د متحد افغان لوبډلې لوبغاړي د ۱۴ ګولونو په وهلو سره د لیګ غوره ګول وهونکی او د جوانان بارک لوبډلې څخه سمیر د غوره لوبغاړي او جوانان میهن لوبډلې د اخلاق کپ ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې نوموړې دواړه لوبډلې د کابل ښار راتلونکي کال فوټبال غوره لیګ ته هم لاره پيدا کړه او همداراز بېګ بیر لوبډله د کابل ښار دویم درجه لیګ ته لار وموندله.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.