فهیم افکار د افغانستان غوره لیګ په اووم پړاو کې له ګډون نه بې برخې شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون انضباطي کمېټې د سپین غر بازان کېپتان فهیم افکار د افغانستان غوره لیګ په اووم پړاو کې له ګډون څخه بې برخې کړ.
د نوموړي د محرومیت لامل د افغانستان غوره لیګ شپږم پړاو سیالیو پر مهال د میوند اتلان او د سپین غر بازان لوبډلو تر منځ په لوبه کې د مرسیتال مربي سره د ناورزشي سلوک او د لوبې بې نظم کول ښودل شوي دي.