د افغانستان فوټبال فدراسیون د ټاکنو په اړه، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د سرمنشي مرستیال د اېمېل بشپړ متن

15 ليدلي
جدی ۱۲, ۱۳۹۶
د ښځو فوتسال

د فیفا غړو فدراسیونونو د کمېټې پرېکړه
د افغانستان فوټبال فدراسیون محترم عمومي منشي!
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اوسنی وضعیت د فیفا غړو فدراسیونونو غونډې ته د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر پر څلورمه راجع شو.
په نوموړې غونډه کې د ۲۰۱۷ کال د جولای پر څلورمې نېټې د جوړې شوې ناستې نه وروسته د دغه ناستې پر پرمختګونو بحث وشو.
د فیفا او اې ایف سي ادارو افغانستان ته د فوټبال فدراسیون د ټاکنیزې لانجې د څېړلو په موخه د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر پر ۱۳ – ۱۷ پلاو راواستاوه، دغه پلاوي د افغانستان فوټبال فدراسیون د ټاکنيزې قضیه په اړه څېړنه کړې ده. نوموړي پلاوي د ټاکنو په سر د لانجمنو اړخو سره غږېدلی او سپارښتنې به يې د راتلونکو ګامونو لپاره تر ارزونې لاندې ونیول شي. تر دې دمه د دغه پلاوي له خوا ابتدايي راپور چمتو شوی دی.
له دې سره سم یاده شوې کمېټې پرېکړه وکړه، چې د بشپړ راپور تر ترلاسه کولو او ارزولو وروسته به د افغانستان فوټبال فدراسیون د ټاکنو په اړه پرېکړه اعلان شي.
په پای کې له تاسې محترم څخه هيله کېږي، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په ټاکنو کې ټولو ښکېلو اړخونو ته دا مکتوب واستوئ او فیفا اداره او اې ایف سي ته د دغه اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړئ.

په درنښت
زیونمیر بوبان
د فوټبال نړیوال فدراسیون د سرمنشي مرستیال



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.