طوفان هریرود ۶ – ۰ د اباسين څپې/ د هېواد د فوټبال یو بل غوره لوبغاړي له فوټبال سره خدای پاماني وکړه.

33 ليدلي
میزان ۸, ۱۳۹۶
سلاید شو

طوفان هریرود او د اباسين څپې لوبډلې د افغانستان غوره لیګ د پنځم پړاو په خپلې وروستۍ لوبه کې چې د سپټمبر پر ۲۹ ترسره شوه، طوفان هریرود وکولای شول، چې د اباسين څپې لوبډله ۶ د ۰ په توپیر له مخې لرې کړي.
د نوموړې لوبې په پای کې د هېواد د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د طوفان هریرود کېپتان؛ علي احمد یارزاده له فوټبال سره خدای پاماني وکړه.
ښاغلی یارزاده چې په دې لوبه کې ښه ځلېد او خپلې لوبډلې ته يو ګول وواهه او د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو، په اوښلنو سترګو يې له فوټبال سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه. د یادونې وړ ده، چې نوموړي ته د افغانستان فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمد یوسف کارګر له لوري د افغانستان فوټبال فدراسیون افتخاري مډال هم ورکړل شو.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.