صداقت ۵ – ۱ فیصل‌شریف/ د کابل فوټسال د ۱۳۹۶ کال غوره لیګ لومړۍ لوبه په بریالیتوب پای ته ورسېده.

14 ليدلي
قوس ۱۰, ۱۳۹۶
سلاید شو

د کابل فوټسال غوره لیګ لومړۍ لوبه د افغانستان فوټبال فدراسیون په جمنازیم کې پيل شوه. د نوموړي ليګ پرانیستونکې لوبې ته د افغانستان فوټبال فدراسیون، د دغو سیالیو د ملاتړ کوونکو بنسټونو مسوولان او د فوټسال ګڼ مینوال ورغلي وو. په نوموړې لوبه کې فیصل‌شریف او صداقت لوبډلې یو له بل سره ولوبېدې، چې په پایله کې صداقت لوبډلې ۵ – ۱ په توپير فیصل‌شریف لوبډلې ته ماته ورکړه. د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د لومړۍ ځل لپاره د FRD موسسې او الکوزي شرکت په مرسته «د انسان له قاچاق سره مبارزه» تر نوم لاندې پيل شوې دي. نوموړې سیالۍ لمر نړيوال تلوېزیون خپروي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.