شاهين آسمايي د افغانستان د شپږم پړاو غوره لیګ اتل

11 ليدلي
عقرب ۸, ۱۳۹۶
سلاید شو

 د افغانستان شپږم پړاو غوره لیګ سیالۍ د روان کال د لړم پر پنځمه د شاهين آسمايي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د نوموړي لیګ په پایلوبه کې د میوند اتلان او شاهين آسمايي لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې، چې په پایله کې شاهين آسمايي ۴ – ۳ په توپير د میوند اتلان لوبډله له مخې لرې کړه او اتلولۍ کپ یې وګاټه. شاهین آسمايي د نوموړي کپ ساتونکې لوبډله په لومړۍ نیمايي کې له سیالې لوبډلې دوه ګولونه مخکې وه. له دې سره سم د میوند اتلان لوبډلې په دویمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل، چې لوبه ورسره مساوي شوه او اضافي وخت وغځېده. شاهين آسمايي په ۳۰ اضافي دقیقو کې ۲ نور ګولونه ووهل او پایله ۴ پر ۲ شوه؛ خو د شاهين آسمايي لوبډلې څلورم نمبر مدافع لوبغاړي امان الله سرداري د اشتباه له امله میوند اتلان لوبډلې یو ګول وواهه. د یادونې وړ ده، چې لوبه ۴ – ۳ په توپير د شاهين آسمايي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. شاهين آسمايي فوټبال لوبډله تر اوسه پورې څلور ځلې د افغانستان غوره لیګ اتلولي ګټلې ده. د افغانستان شپږم پړاو غوره لیګ سیالۍ په لومړي ځل شپه مهال د ځلنده ګروپونو تر رڼا لاندې ترسره شوه. د نوموړي لیګ د پایلوبې د لیدلو لپاره تر ۶ زره ډېر کسان لوبغالي ته راغلي وو، چې په ترڅ کې یې د هېواد خوږژبي سندغاړي فرهاد دریا هم سندرې وبللې.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.