سره میاشت فوټبال لوبډلې د کابل غوره لیګ اتلولي وګټله

22 ليدلي
جدی ۲, ۱۳۹۶
سلاید شو

کابل غوره لیګ له درېيو میاشتو راهيسې د کابل ښار په غازي لوبغالي کې پيل شوی او ۱۳ لوبډلو پکې ګډون کړی و. د نوموړي لیګ په سیالو کې سره میاشت لوبډلې د ۳۴ امتیازاتو په ترلاسه کولو سره اتلولي کپ وګاټه. له دې سره سم اردو او فېروزي لوبډلو د ۳۱ او ۲۵ امتیازاتو په ترلاسه کولو سره لومړی او دویم مقام ترلاسه کړ. د نوموړي لیګ په پای کې د سره میاشت لوبډلې روزونکی نجیب الله کارګر او د دغه لوبډلې هافبک لوبغاړی حمیدالله حبیبي د غوره روزونکي او لوبغاړي په توګه وپېژندل شول او همداراز د اردو لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن د ۱۱ ګولونو په وهلو سره د غوره ګول وهونکي لقب وګاټه. د نوموړي لیګ د پای په مراسمو کې د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې رییس حفیظ الله ولي رحیمي، د افغانستان فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمد یوسف کارګر، د کابل فوټبال فدراسیون رییس سید ضیاء مظفري ګډون کړی و او دا لیګ د غوره لوبغاړو او اتل لوبډلو ته د مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېد. د یادونې وړ ده، چې د هېواد فوټبال ملي لوبډلې مدافع لوبغاړي مقدر قاضیزاده ته د کابل فوټبال لیګ د غوره مدافع لوبغاړي افتخاري مډال ورکړل شو. نوموړي څه موده وړاندې د هند له لومړي درجه لیګ سره قرارداد لاسلیک کړی او ټاکل شوې، تر څو راتلونکو ورځو پورې د دغه لوبډلې په تمریناتو کې د ګډون په موخه هند ته روان شي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.