سره میاشت د کابل حذفي کپ اتلولي وګټله

13 ليدلي
اسد ۱۷, ۱۳۹۶
ولایات

د افغانستان فوټبال فدراسیون یوه میاشت وړاندې کابل حذفي کپ د غوره لیګ، الف او ب لوبډلو تر منځ پيل چې تېره ورځ د سره میاشت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد. د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولانو په وینا په دې سیالیو کې ۳۱ لوبډلو ګډون کړی و، چې سره میاشت او حبیبیانا لوبډلو د خپلو سیالانو په ماتولو سره پایلوبې ته لار وموندله. د سره میاشت او حبیبیانا لوبډلو تر منځ پایلوبه په ټاکل شوي وخت کې مساوي پای ته ورسېده خو د پينالټي په ضرباتو سره میاشت سیاله لوبډله له مخې لرې کړه. د یاد کپ په پای کې مصطفی افشار د سرې میاشت لوبډلې لوبغاړي د ۶ ګولو په وهلو سره غوره ګول وهونکی او مشعل لوبډله اخلاقي لوبډلې په حیث وپېژندل شوه. د یادو سیالیو په اختتامیه مراسمو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولانو، فوټبال مخکښانو او د تربیت بدني ریاست چارواکیو ګډون کړی و.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.