د کابل د ۱۵ کلنو ښځینه فوټبال سیالۍ د ۱۲ لوبډلو تر منځ پیل شوې.

39 ليدلي
میزان ۱۳, ۱۳۹۶
سلاید شو

نوموړې سیالۍ نن (دوشنبه، د تلې ۱۰) د ښځینه لوبغاړو لپاره په جوړ شوي لوبغالي کې پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دې سیالیو د ترسراوي موخه د هېواد د ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلې لپاره د وړ او تکړه لوبغاړو پېژندل دي.
دا سیالۍ ۱۵ ورځې دوام کوي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.