د ښځينه فوټبال لوبغاړو سره د مېرمنو فوټبال کمېټې ناسته

448 ليدلي
ثور ۱۵, ۱۳۹۷
د ښځو فوتسال
د مېرمنو فوټبال کمېټې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښځینه لوبغاړو د کورنیو له غړیو سره د فوټبال د ودې او د ښځينه لوبغاړو د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه او دغې کمېټې د لوبغاړو د کورنیو په همغږۍ له لوبغاړو سره یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.
په دغه هوکړه لیک کې یو لړ مقررات راغلي، چې د فوټبال فدراسیون او د ملي لوبډلې لوبغاړي اړ دي، ترې سرغړاوی ونه کړي. په دغه هوکړه لیک کې راغلي، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي باید په تمریناتي ناستو کې ګډون وکړي او د دې تر څنګ د لوبغاړو د صحي وضعیت راپور، په تمریناتي او رسمي لوبو کې د وررشي جامو اغوستنې څرنګوالی، له نورو لوبغاړو سره د دوی سلوک، رسنیو کې د دوی حضور او یو لړ نور مقررات هم د هوکړه لیک یوه برخه ده.
له دې سره سره د کورنیو نظریاتو ته احترام قایلېدل هم په پرېکړه کې ورته اشاره شوې ده.
دا ناسته د افغانستان فوټبال فدراسیون په ودانۍ کې د فوټبال کمېټې د مسوولانو او د لوبغاړو د کورنیو له غړیو سره وشوه او د مقرراتو تر تایید وروسته د فوټبال کمېټې له لوري امضا شوه.
د غونډې په پای کې د استاد علي جواد عطايي او استاد عبدالوکیل عاطفي له لوري د هېواد فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ورزشي جامې هم ورکړل شوې.
123


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.