د ښځو لپاره په نړيوالو معیارونو یوازینی فوټبال میدان ګټنې ته وسپارل شو

96 ليدلي
اسد ۱۱, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خپلو بنسټي چارو په بهیر کې دا ځل د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې د ښځو لپاره لومړنی ځانګړی فوټبال میدان ورغاوه. د دغه میدان د رغاونې چارې څلور میاشتې وړاندې د الکوزي نړيوال شرکت له لوري پيل او تېر ماښام د ځانګړې پرانيستغونډې په ترڅ کې ګټنې ته ورسپارل شو. د افغانستان فوټبال فدراسیون د تېرو کلونو په بهیر کې د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالی، د فدراسیون اداري دفترونه، د فوټسال جمنازیم، ساحلي لوبغالی، ځوانانو ته درې ځانګړي لوبغالي او د هرات ولایت لوبغالی جوړ کړي او د فوټبال په برخه کې فعالانو ته یې د ګټنې لپاره سپارلي دي.
دغه فدراسیون په پام کې لري، په نېږدې راتلونکي کې د غزني او بلخ د مصنوعي چمن د جوړېدا چارې هم پيل کړي.
د ښځو لپاره د لومړني فوټبال میدان په پرانيسغونډه کې د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم، د جمهوري ریاست مقام مشاور شیرمحمد بهادر، د تربیت بدني ریاست فني معاون ډاکټر میرویس بهاوي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشرتابه پلاوي، د بامیان، پروان او کندهار ولایتونو فوټبال مشرانو، د بدمینتون فدراسیون رییسې مستوره آرزو، د ۱۷ کلنو فوټبال دوو ملي لوبډلو او ګڼو نورو مشرانو ګډون کړی و.
د یاد شوي میدان د افتتاحیه مراسمو په پای کې د هېواد ۱۷ کلنو ښځينه لوبډلې او ملي لوبډلې دوستانه لوبه ترسره کړه، چې ۱ – ۰ په توپير د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.