د پکتیا ولایت د فوټبال فدراسیون رییس او قومي مشران د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رییس ته د مبارکي لپاره کابل ته راغلي،

13 ليدلي
قوس ۱۳, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون د افغانستان د قومونو، ملیتونو او خلکو د یووالي لپاره کار کوي او د «یو ملت، یو غږ» تر شعار لاندې مخ پر وړاندې روان دی.
د پکتیا ولایت د فوټبال فدراسیون رییس او قومي مشران د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رییس ته د مبارکي لپاره کابل ته راغلي، چې نوموړي ته د غوره فدراسیون د جایزې د لاسته روړانې مبارکي ورکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د اسیا کنفدراسیون له خوا د «خواريکښ» فدراسیون جایزه وګټله. نوموړې جایزه افغانستان فوټبال ته لویه لاسته راوړنه ده.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.