د هلمند سوپر شپږ فوټبال غوره ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو د ویش مراسم ترسره سول

199 ليدلي
جوزا ۲۸, ۱۳۹۶
سلاید شو

د هلمند سوپر شپږ فوټبال غوره ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو د ویش مراسم ترسره سول
په هلمند ولايت کې د (هلمند سوپر شپږ فوټبال غوره ليګ) سياليو لپاره د لوبغاړو پچه اچونه ، د لباس د رنګ غوره والي او لوبډلو ټاکلو پروسه ترسره شوه.
په دې پروګرام کې
د هلمند ولایت محترم والي صاحب: حيات الله “حيات” ،
د استناف محکمې رئيس محمد سليمان “رسولي” ،
د ولايتي شورا رئيس محمد کريم “اتل”
او يو شمېر غړو: د لښکرګاه ښاروال، د بېلابېلو دولتي ادارو مسُولينو، د لوبډلو مالي ملاتړ کوونکو او لسګونه ځوانانو ګډون درلود…
هلمند والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پر مهال ورزش د ټولنو د پرمختګ او يووالي سمبول وباله او د لوبو په ډګر کې يې بېلابېلو رشتو کې د هلمندي لوبغاړو وړتياوې او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې.
ښاغلي “حيات ” صاحب خوښي وښوده،
چې ياد غوره ليګ لپاره خصوصي او دولتي بنسټونو را دانګلي او په دې سره د لوبو لړۍ ته وده او پرمختګ ورکوي.
هلمند والي په دې اړوند له لوبغاړو سره د هر ډول اسانتیاو برابرولو په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ولايتي شورا رئيس محمد کريم “اتل” او د امنيتي کمېټې مسُول محترم بشيراحمد “شاکر” هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د لوبو پر ارزښت او په ځانګړې توګه ددې لړۍ پر جوړښت خوښي وښوده…
لښکرګاه ښاروال انجينر مطيع الله “بهير”
هم له خپل اړخه په دې اړوند د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.
تر وينا وروسته د شپږو لوبډلو لپاره د مالي ملاتړ کوونکو بولي ترسره شوه، چې پکې::
د ولايتي شورا، هلمند راډيو ټلوېزيون، د کور او ښار جوړونې رياست، د بُست ساتونکي، ښارجه شرکت او حيات هلمند شرکت په نومونو لوبډلې ګډون لري…
يادو بنسټونو له فوټبال فدراسيون سره د تړون له مخې لوبډلې اخيستې دي، چې نن يې د لوبغاړو اخيستلو انتخاب او دلباس رنګ غوره شول.
ددې لوبو لړۍ به تر کوچني اختر وروسته په کرزي لوبغالي کې په ښه او معياري توګه ترسره شي، چې ياده لړۍ به په همدې توګه ورو ورو لا پسې وده وکړي.
د یادونی وړ ده چې د پروګرام په وروستيو کې د کور او ښار جوړونې رئيس انجينر عصمت الله “صمدی” له لوري ۲۰ لوبغاړو ته ډالۍ ورکول شوې.
د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د راغلو میلمنو څخه او د فوټبال د مینوالو څخه منندویه دی او د راتګ څخه خوښی څرګنده کړه.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.