د هرات ولایت د ولسوالیو تر منځ سیالۍ پيل شوې

71 ليدلي
اسد ۱۱, ۱۳۹۶
ښځو

د روان کال د زمري (اسد) پر نهمه د هرات ولایت د ولسوالیو تر منځ د ۱۳۹۶ کال د لوبو د پچه‌اچونې پروګرام پيل شو.
دا پروګرام د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون په ورزشي لوبغالي کې دایره شو. په یاد پروګرام کې د هرات ولایت د شلو لوبډلو او د دغه ولایت د ولسوالیو او د تورغونډۍ او اسلام قلعه ښارګوټو استازیو ګډون کړی و.
د پچې‌اچونې دا مراسم د قرانکریم تر تلاوت وروسته د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رییس عبدالکریم رحماني د ولسوالیو له لوبغاړو چې د ورزش په ځانګړې توګه د فوټبال په وده کې يې رغنده رول لوبولی، مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، دا زموږ د ټولو دنده ده، چې د قومونو په یو موټي کولو او د نشه يي توکیو په له منځه وړلو کې هراړخیزې هڅې وکړو.
ښاغلي رحماني د خپلو خبرو په پای کې چې د ګډونوالو له هڅونې سره مخامخ شوې، وویل، د ورزش د معیاري کولو او په ولسوالیو کې د لوبڅارانو او روزونکو د مهارتونو د لوړاوي لپاره به د هېواد د فوټبال فدراسیون عمومي ریاست په مرسته هراړخیزې هڅې کوي.
ورپسې د هرات ولایت یاد شوي درې سرپرستان د روزونکو ناستړې کېدونکو زحمتونه د ستاینې وړ وبلل او د دغه د فوټبال فدراسیون رییس ښاغلي عبدالکریم رحماني مننه یې وکړه. نوموړیو زیاته کړه، چې د هرات د ولسوالیو لوبډلې او د فوټبال فدراسیون د پروګرامونو ملاتړ کوي.
د ناستې په پای کې د فوټبال فدراسیون د سیالیو د ترسراوي مسوول نجیب الله نوروزي د لوبو قرعه‌کشي په شفاف ډول د استازیو په حضور کې ترسره کړه، د دغې پچې‌اچونې له مخې به ۲۰ لوبډلې په پنځه څلور ټيمي ګروپونو کې لوبېږي.
یاد مراسم د دعا په قرائت سره پای ته ورسېدل او ورپسې د ولسوالیو مسوولانو د طوفان هریرود لوبډلې لیدنه وکړه او لا بریالیتوب هيله یې څرګنده کړه.
د سیالیو جدول په لاندې ډول دی:

A ګروپ: تورغونډۍ، ادرسکن، پښتون زرغون، کشک کهنه
B ګروپ: کشک رباط سنګي، غوریان ب، هوايي میدان، زنده جان
C ګروپ: فارسي، کروخ، اسلام قلعه ب، غوریان الف
D ګروپ: کهسان، چشت شریف، شینډنډ، اسلام قلعه الف



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.