د مربیانو د روزنې B درجې روزنیز ټولګی پيل شو

345 ليدلي
حمل ۱۹, ۱۳۹۷
ولایات

د مربیانو د روزنې B درجې روزنیز ټولګی د اسیا فوټبال کنفدراسیون ښوونکي نادر عربي او د افغانستان فوټبال فدراسیون تخنیک ډایرکټر محمد طاهر رووفي په همکارۍ د ۲۰۱۸ کال د اپرېل پر اوومه پيل او د دغه میاشتې تر ۲۶ پورې به دوام وکړي. د نوموړیو مراسمو په پرانیسته کې د افغانستان فوټبال فدراسیون فني مرستیال د دغه روزنیز پروګرام د اهمیت په اړه تر غږېدا وروسته وویل: «روزونکي په دا ډول روزنیزو کورسونو کې تر ګډون وروسته د فوټبال روزنې نوي معیارونه زده کوي او دوی به په راتلونکي کې د هېواد غوره فوټبال روزونکي وي.» ښاغلي کارګر همداراز له محمد نادر عربي نه هم مننه وکړه او زیاته يې کړه: «ښاغلي عربي له دې سره سره چې په هېواد کې مو ناامني ده، د څلورم ځل لپاره دغه هېواد ته سفر کړی.» نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د ښاغلي عربي له ښوونو په پشپړه توګه ګټه واخلي. له دې سره سم د اسیا فوټبال کنفدراسیون ښوونکی نادر عربي وویل: «د هېڅ هېواد فوټبال د بل هېواد تر فوټباله غوره نه دی او نه هم د یوې وچې تر بلې وچې، دا زموږ تلاش دی، چې د خپل هېواد د فوټبال کچه لوړه کړو.» نوموړي زیاته کړه، چې د ایران فوټبال او فوټسال لوبډلې د خپلو هڅو په پایله کې د اسیا غوره لوبډلې حساب شوې دي او د نړۍ له غوره لوبډلو سره لوبې ترسره کوي. ښاغلي عربي زیاته کړه، چې یوازې د ایران لوبډلو ورته کامیابې لوبډلې نه دي؛ بلکې په دې وروستیو کې د اسیا ځینې نورې لوبډلې هم د فوټبال او فوټسال په ډګر کې ښې ځلېدلې دی. د یادونې وړ ده، چې دا روزنیز کورس به د ۱۹ ورځو لپاره چې د هېواد له اوو ولایتونو څخه ۲۴ روزونکو پکې ګډون کړی، دوام وکړي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.